د ای ایس ای ګواښونه د ملاعمر او ګلبدین په ژبه
سرلوڅ مرادزی  سرلوڅ مرادزی

د لوی اختر په تړاو له معمول سره سم څنګه چې د هېوادونو مشران خپلو ملتونو او همدارنګه یو هېواد د بل هېواد مشر ته مبارکۍ لیږي ، ملا عمر او ګل بدین هم پخپل وار سره ترڅو د نورو هېوادونو له مشرانو سره يي سیالي کړي وي او له هغو روسته نه وي پاتې شوي د خپلې خیالي پاچاهي د مشرانو پتوګه یو د اسلامي امارت د مشر او بل د سوچه ( سل په سلو کې ) اسلامي شریعت د نظام د مشر پتوګه  تر ټولو ړومبی د دوی په لاس د ځپلي ، ویرژلي او کړیدلي افغان ملت په پته پيغامونه لیږي !

دا چې په کومو ټاکنو کې افغانانانو ، ملاعمر او یا ګل بدین ته رایه ورکړې او څنګه دوی ځان د ملت مشران بولي او په کوم حق د مشرتابه له دریځه د افغان ملت په استازیتوب مبارکۍ او پيغامونه استوي اصلآ دوی دواړو ته بابیزه خبره ده . افغان ملت د دوی له نظره د ساده او نالوسته وګړو ټولګه ده چې د رسول سیاف په وینا یوازې مجاهدین ددې جوګه دي چې ددې ملت په استازیتوب خبرې وکړي او واک پرې وچلوي  .

که دا دواړه توره بان دیوان هم داسې فکر کوي چې افغانان دومره ساده او بې خبره دي چې اوس هم د دوی اصلي څيره او د دوی د پیغامونه سرچینه څوک نه پیژني ، نو هسې خپل ځان غولوي .

ملاعمر د اختر په تړاو خپله وینا کې سولې او پخلاینې سره کلک مخالفت څرګندوي او وايي « جګړه یا د ده په وینا جهاد ته به دوام ورکړي . د ی یو واربیا دا خبره ردوي چې ګنې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي.»

همدارنګه د اختر په نوم پيغام کې ملا عمر ټینګار کوي تر هغو به خبرې او روغه ونه کړي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي .

« د ملا عمر په نوم په دې خپره شوې اعلامیې کې د پخوانیو تنظیمونومشران، چې لږترلږه شپږ کاله طالبان ورسره جنګېدلي، جهادي مشران او مخور بلل شوي خو له لوېدیځ څخه افغانستان ته راغلي تکنوکراتان غندل شوي دي. »

د ملاعمر په نوم دا خپور شوی پیغام د ای ایس ای په غلبېل کې ښه چاڼ شوی ښکاري . ددې پيغام متن د جنرال حمیدګل او پرویز مشرف څرګندونو ته ورته دی چې هر کله يي په افغانستان کې د تازه بریاوو او لاس ته راوړنو په مهال بیانوي . ملاعمر د ای ایس ای په اجازه خپله دوښمني د روڼ اندو او تیکنوکراتانو سره نه پټوي او د خپلې کرکې زهر یوازې د همدوی په لور ورپاشي . ملاعمر په افغانستان کې ډاکټران ، انجینران ، ښوونکي ، د قومونو سپينږیري او مشران ځکه تیکنو کراتان بولي چې غواړي لومړی يي د لویدیځ په اړیکو تورن کړي او بیايي د ای ایس ای په لارښوونه په نښه کړي .

 اوس ټولو ته څرګنده ده چې خبرې ای ایس ای کوي او نوم پرې د ملاعمر ږدي . افغانانو سره ای ایس ای مخامخ ده خو په پټه او د پردې ترشا .  په حقیقت او عمل کې ای ایس ای جنګیږي خو څوک خپله ای ایس ای نه ګوري او یوازې د دوی سیوری د ملاعمر او طالبانو په نوم لیدل کیږي .

د ملاعمر په نوم د لوی او خطرناک ببو سیوری د ای ایس ای بله خبره هم  په ډاګه کوي او هغه دا چې دوی په هیڅ بیه د افغانانو په منځ کې روغه جوړه نه غواړي . که افغانان سره خپلو کې جوړ شي نو بیا د ملاعمر او طالبانو په نوم د سیوری او د ای ایس ای په نوم د اصلي دوښمن ډرامه پایته رسیږي !

خو د ملاعمر د خبرو منځړی بل څه جوړوي او هغه د خپلو ملګرو جهادي مشرانو څخه د ملاتړ خبره ده . ملاعمر یوخوا په وینا کې وايي چې د افغانستان دولت په نړۍ کې دویم لمبر فاسد دولت دی نو ځکه ورسره خبرو ته ناسته نه ده پکار ، خو بلخوا د همدغه فاسد دولت د فساد برخې یاني مجاهدینو او ډاکوانو سره ستونځه نلري ، جهادي او مخور مشران يي بولي . په دې توګه ملاعمر په پاکستان او ایران کې د پخوانيو جهادي تنظیمونو د کړۍ یوه لړۍ چې کمه ده او هغه طالبان دي ، پوره کول غواړي او له دې لارې  د بزکشۍ وزګوړی د حلال دایرې ته چې هغه د افغانستان پر دولتي ګدۍ کیناستل دي ، رسول غواړي . 

د لویدیځ د ځواکونو د وتون خبره هم د پنجاب لومړۍ غوښتنه ده چې د ملاعمر او ګل بدین په ژبه بیانیږي . که لویدیځ ووځي ، ملاعمر او ګل بدین به افغانستان ته عربان ، پنجابیان او القاعده د پخوا پشان راوغواړي .  په دې صورت کې به د افغانستان ګاونډیان بیا هم ، ملاعمر او د هغه طالبان پرینږدي چې افغانستان کې د منځنيو پيړیو د پيریانو او دیوانو حکومت جوړکړي چې د سیمې د ملتونو لپاره دایمي سردرد وي . افغانستان به د نویو بدماشانو سره په نوي شرغوبل ورګډ شي . بلخوا دا بدماشان چې دوی پرې ګورګرې څنډي هم بهرنیان دي ، بیا به هم ملاعمر تش پنوم امیرالمومنین وي خو واک به د پنجاب سره وي . خلافت به د عربانو او پنجابیانو وي خو سرتیري او پهره داران به يي پښتانه وي .

پنجاب ، د ګل بدین په خوله هم د لوی اختر په مناسبت وینا کې ورته بیان جاري کوي . ای ایس ای تقریبآ دواړه سړیخورو ملاعمر او ګل بدین ته یو شان دندې سپاري خو یوازې د خبرو د متن په توپير!

ګل بدین هم پخپل پيغام کې وايي چې د ناټو ځواکونه باید له افغانستانه ووځي . دده په ګومان به رامنځته شوې تشه د ګل بدین مجاهدین ډکه کړي او افغانستان به د سولې مخ وویني . خو دې سره جوخت بله اندیښنه خپروي او وايي چې کیدی شي امریکا د خپل وتون په صورت کې د افغانستان ډګر روسیي ، هند او ایران ته پریږدي . پرون يي دا خبره هم کړې چې امریکایان کولای شي یوازې پخپلو پوځي اډو کې محدود پاتې شي او د هېواد کلي او بانډې د ګل بدین او ملاعمر سړیخورو او ډاکوانو ته وسپاري .

د پيښو بهیر داسې ښۍ ، مذهبي سخت دریځه او توندلاري لکه رباني ، سیاف او نور چې د دولت په دننه کې دېره دي او ملاعمر او ګل بدین چې یو څه د دولت په دننه او نورېې له دولته بهر دي ، د ای ایس ای په لارښوونه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د سیکولر رژیم د ټينګېډو له ډاره  د راټولېدو او نورهم د یوموټي کېدو په حال کې دي .

د ولسې جرګې ټاکنې هم په ډاګه کوي چې دې جرګې ته پخوانيو بدماشانو ، ډاکوانو ، جګړه مارو او مجاهدینو د پيسو ، کوتکو او ټوپکو په زور او مټ لاره کړې او راتلونکې ولسې جرګه به د همدوی د انډوخر ځای وي .

په لنډه توګه سیمه کې اوس هم ای ایس ای او د هغې پلاس جوړ شویو ترهګرو ، مذهبي سخت دریځو او توندلارو د جګړې سنګر تود ساتلی . دوی ترخپل منځ ټينګي اړیکې ساتي  او یوله بله ملاتړ کوي. سوله پال او د مختګ ځواکونه پاشلې او په څو لارو روان دي .

تر هغو چې دا ځواکونه بې اتفاقه وي د ترهګرو او توندلارو بازار به تود وي او جګړه  به بیا هم  پر ولسونو هدیرې ډکوي ! 

اخځونه :

بېلا بېلې بریښپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د نومبر ۱۹ مه


November 19th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات